Monthly Archives: October 2015

ببرک خان ځدراڼ

29 October, 2015
ببرک خان ځدراڼ

هغه به تل یبلې پښې د افغانستان د امير امان الله خان دربار ته ورتلو. یوه ورځ امان الله خان ترې پوښتنه وکړه چې ته د لويې پکتیا پېژندل شوی مشر یي، ولې لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته ځواب ورکړو چې زه د قام مشر یم او چې خلک مې پښې لوڅي ګرځي، زه ځان…

Read more »

شيش محل

25 October, 2015
شيش محل

دغه کوڅې راته آشنا ښکاریږي دیرینه درد په کې له ورا شرنګیږي زاړه کورونه شول بدل په نوو ارواوی هرخوا په کې زما تاویږي د شیرنواب دنګه ماڼۍ ورانه ده پښتون پرتم په کې ها، نه خندیږي په هردیوال یې ده یوه نښه انځور ټوله ړانده دي ترې پر خوا تیریږي یوه غمیزه تیره شوې…

Read more »

غلجي که خلجي

22 October, 2015
غلجي که خلجي

غلجی د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی چې د افغانستان او پاکستان د غرونو پورې راپورې مېشت دي. د دې نور قامونه،هوتک، توخي، سليمانخيل، علي خيل، اندړ، ترکي، مشهورې دي خو بې شمېره نورې څانګې هم لري. غلجي خپل مشر شاه حسېن گڼي چې د بي بي متو سره يې واده کړی و.…

Read more »

راني ګټ

18 October, 2015
راني ګټ

د صوابۍ ښار نه ۲۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې د نوګرام کلي سره نږدې د راني ګټ غونډۍ ده. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده او هرماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په هغه ګټ کيناسته چې د غر په جنوبي څنډې ولاړه (لکه) ده. د زمکې…

Read more »

کيږدۍ

14 October, 2015
کيږدۍ

د کوچيانو کيږدۍ چې په نورو ځايونو کې خيمه او تمبو نومېږي، زيات وخت د اوښ د څرمنې نه جوړ وي. کوچيان د پړاو لپاره زيات وخت معلوم او اوبو ته نږدې ځايونه غوره کوي او هغه ځای ته د رسېدو سره له اوښانو او خرو بار پرانيزي. د هر چا کار معلوم وي او…

Read more »

ضحاک او سهاک

10 October, 2015
ضحاک او سهاک

د پارس ژبپوهان باور لري چې د ضحاک نوم د ازيدهاک نه راوتلی دی چې د “اهورا مزدا” دښمن و. دی لکه د بلا په يوې لوړې کلا “کرينتا” کې اوسېدو چې د “ببري” په زمکه جوړه وه. ده د سورا (لمر) او د وايو (سيلۍ) نمانځنه کوله. په زردشتي دين کې ده ته “بيوراسپ”…

Read more »

حساب

6 October, 2015
حساب

د ژوند هره يوه ورځ په حساب دی. په ورځ کې هر کار په حساب، خوب په حساب- ډوډۍ په حساب، کار روزګار په حساب، خبرې په حساب، غم او خوشالي په حساب او خلک په حساب. خو د سوچونو حساب نشته. دا هر وخت او هر ځای زمونږ په دماغو کې ګرځي راګرځي. کله…

Read more »

لرغوني نومونه

2 October, 2015
لرغوني نومونه

د وردگو پرلاره ” توپ دره” ده. په اړه يې عام باور دا دی چې دلته د انگریزانو د وخت يو” توپ” پروت و ځکه په دې نوم يادېږي. خو په حقيقت کې توپ يا سټوپا هغه گول جوړښت وي چې د بودا يو تبرک به پکې پروت و. په دی دره کی يو وخت…

Read more »