Monthly Archives: April 2015

د زعفرانو افسانه

29 April, 2015
د زعفرانو افسانه

د زعفرانو په اړه په تاريخ کې دومره تبليغ شوی دی چې ښايي د دې نه ښه شی به بل نه وي. په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې مغل باچا جهانګير خبر شو چې که څوک ډېر زعفران وخوري نو هغه په خندا خندا مړ شي. د ده په امر يو زنداني ته يې پاو زعفران…

Read more »

جان برک

26 April, 2015
جان برک

اميرشيرعلي خان لومړی افغان باچا و چې د جان برک يې په بکس کيمره، تصوير واخيستو. جان برک د ۱۹ميلادي پېړۍ په نيمایي کې د اېرلېنډ په ويکلو سيمې کې زېږېدلی و. د ۱۸۶۷ م د هند د خپلواکۍ نه وړاندې د ده پلار د شاهي توپخانې سره په کار وګومارل شو او جان يې…

Read more »

د لوی لوبې لوبغاړي

23 April, 2015
د لوی لوبې لوبغاړي

په لوی لوبې يا “ګرېټ ګېم” نورو ليکوالانو، په تيره بيا انګرېزانو ډېرڅه ليکلي دي. په پښتو کې هم ورباندې څيړنې شوي دي خو زما لپاره په زړه پورې خبره د هغه خلکو ژوند و چې په دې سيالۍ کې شعوري يا غير شعوري توګه شامل شول. دا څيړنه د يو څو مقالو نه بېل…

Read more »

د کولال انصاف

20 April, 2015
د کولال انصاف

يوه ورځ باچا د کلي سېل له لاړو. په لاره يې د خرو يو قطار وليدو چې کولال ورپسې په ارام روان و. باچا د کولال نه پوښتنه وکړه چې څنګه يې حيوان لکه د پوځيانو په يوه ليکه روان کړي دي. کولال ورته وويل چې هر يو خر کله چې قطار ماتوي نو هم…

Read more »

دانسان ارتقاء

17 April, 2015
دانسان ارتقاء

په عامه ژبه کې مونږ انسان هغه چا ته وايو چې په دوو پښو ګرځيدی او خبرې کولی شي. خو د لرغونو زمانو نه پاتې انساني هډوکو مطالعه ښايي چې پر زمکې، زمونږ نه علاوه نورو انسانانو هم ژوند کړی دی. تر اوسه د پنځو قسمو انسانانو په اړه د دوی د هډوکو نه معلومات…

Read more »

د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ

12 April, 2015
د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته نړۍ پر دوو بلاکونو ختيځ او لويديځ ووېشل شوه چې لوبغاړي يې پخوانى شوروي اتحاد اود امريکا متحد ايالتونه وو. خو داسې هېوادونه هم ول چې ځان يې په يوه بلاک پورې هم و نه تاړه او تر پايه ناپېلې پاتې شول. د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ د دوی له خوا…

Read more »

هفت قلم

7 April, 2015
هفت قلم

په پينځلمې ميلادي پېړۍ کې د هرات سلطان حسين ميرزا بايقرا د خپل قبر د پاسه د اېښودلو لپاره د يوې تيږې د جوړولو ارمان ښکاره کړو. دی په ۱۴۳۸ م کې د غياث الدين منصور په کور کې زېږېدلې و، چې د امير تيمور (ګوډ) نمسی و. بايقرا په ۴۶۹ م کې باچا شو…

Read more »

دويم افغان جنګ

4 April, 2015
دويم افغان جنګ

د برطانوي هند او افغانستان ترمنځ د دريو کالو دا شخړه په دوو پړاونو کې تر سره شوه. لومړۍ د نومبر ۱۸۷۸ م نه تر مې ۱۸۷۹ م او بيا د څو مياشتو د ارامي نه وروستو د ستمبر ۱۸۷۹ م نه تر ستمبر ۱۸۸۰ م روانه وه. په دې کې ۱۹ لوی او واړه…

Read more »

هیني بال

1 April, 2015
هیني بال

په لاطيني ژبې کې يو متل دی چې “هيني بال اينټه پورټس” ياني هيني بال راته په دروازه ولاړدی. دا په داسې موقع وايي چې څوک په بوخته کې راګېر او د وتلو لاره نشي موندلې. د هيني بال نوم په روم کې هم هغسې د ويرې سمبول و لکه په ۲۰۰۱ م کې د…

Read more »