Monthly Archives: March 2015

اوسنی تاريخ او ډيجيټل مواد

29 March, 2015
اوسنی تاريخ او ډيجيټل مواد

ياد مو دي؟ د سندرو کيسټې (پټې) او ټيپ ريکارډر! د ويډيو کيسټې او وي- سي-آر! د کيمرې فلم او په غوړ کاغذ تصوير! په تاسو کې ډېرو سره اوس هم ممکن په سوونو ويډيوګانې او د غږ کيسټې پرتې وي. د يويشتمې ميلادي پېړۍ د پېل سره په څو کلونوکې انسانانو،”آي پوډ” نه يوټيوب،…

Read more »

د کنډه تار قرباني

26 March, 2015
د کنډه تار قرباني

په ۱۹۱۶ م کې انګريزانو د متنو(مچني) کلا نه تر ابازو د اوسپنې د ازغن تار يو ديوال جوړ کړو چې برېښنا (بجلي) پکې ګرځېده. هدف يې دا و چې د مومندو نه څوک بې له اجازې پېښور ته را نشي. دا ديوال د مومندو کنډه تار(خنډه تار) په نوم مشهور و. دا تار د…

Read more »

نيمګړی مضمون

23 March, 2015
نيمګړی مضمون

په مارچ ۲۰۱۳ م کې د لاهور د سفر پر وخت د اکبر باچا شاهي کلا لېدو ته ورغلم. دا ځای ما پخوا هم څو وارې ليدلی و او د مغلو مانۍ، تالابونه، شيش محل، رنګ محل او داسې د نورو ودانيو سيل مې کړی و. د ضياالحق په دوره کې دا کلا بدنامه شوه…

Read more »

درخانۍ او ادم خان

20 March, 2015
درخانۍ او ادم خان

د پښتو ژبې تر ټولو مشهور داستان د سوات په ” بازدرې” کې پېښه شوې وه. دا کيسه په لومړي ځل د اکبر باچا په امر په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې وليکل شوه، نو ښايي چې د پينځلسمې پېړۍ شا و خوا به پېښه شوې وي. د کيسې اصلي وینا وال د ادم خان يو…

Read more »

د موسا خيلو انځورونه

17 March, 2015
د موسا خيلو انځورونه

په لورلایي کې د موسا خيلو سره نږدې څو سمڅې دي چې ځايي لرغون پوهانو پکې د برونزو د دورې نښې لټولې. دا ۵ زره کاله پخوانۍ زمانه وه چې د اباسين سره نژدې خلکو ژوند کوو. د بلوچستان حکومت د قديمه اثارو د شعبې مشر فضل داد کاکړ په تېږو ځينې انځورونه وموندل. ورپسې…

Read more »

د زديان مناره

14 March, 2015
د زديان مناره

په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان په اړه معلوماتي پاڼو او کتابونو کې هيچا د دې منارې ذکر نه دی کړی. سبب يې دا و چې د بلخ او دولت اباد تر منځ په خام سړک ورتلل ګران وو. د بلخ نه ۲۷ کلوميټر ليرې د دولت اباد په ولسوالۍ کې يو ترکمن کلی…

Read more »

د ګندمک تړون

11 March, 2015
د ګندمک تړون

په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي…

Read more »

د ښځو يوه ورځ

8 March, 2015
د ښځو يوه ورځ

زما په کلي کې د جینکو ښوونځی نه و. د طالبانو له تګ وروسته، يوه جمله به مو له رسنيو ډېره اوريدل کېدله چې، “ښځو ته یاید د هغوي حقونه ورکول شي”. هغه مهال زه نوې خبریاله شوې وم ماته هم یوه خپرونه راکول شوه چې د افغان ښځو غږ اوچت کړم. که رېښتیا ووایم…

Read more »

هندو باغ

6 March, 2015
هندو باغ

د سانسکرت “سندهو” يا هندو اوبو ته وايي او د بلوچستان هندو باغ د چينو او کاريزونو په اوبو خړوبيده. دلته د کاکړو څو خيلونه ميشت دي او ځينې لرغونې کاريزونه اوس هم د دوی په نوم مشهور دي. د کارېزګي کلي په لوېديځ کې د اوبو يوه چينه ده چې وايي ۱۲۵ کاله پخوا…

Read more »

سپن ډاکټر

3 March, 2015
سپن ډاکټر

پخوانیو وختونو کې د هند کليوالو په اونۍ کې يو ځلې خپل مال د خرڅلاو لپاره منډۍ ته بیولو. څوک چې پخپله به نشول ورتللی، مال به يې بل کس ته وسپارلو چې خرڅ يې کړي او په ګټه کې به يې څو پېسې ورله ورکړې. داسې کس ته به يې دلال ويل، چې يوه…

Read more »