Monthly Archives: May 2014

د ګردېز ګنېشا

31 May, 2014
د ګردېز ګنېشا

د ګردېز نه موندل شوې دا مجسمه د شپږمې ميلادي پېړۍ نه راپاتې ده. په دې يوه ليکنه ده چې وايي ” د مهاوينا ياکا لوې او ښکلې انځور”. دا د هندو شاهانو د ټبر خينګله نومې باچا له خوا يو معبد ته هديه شوی وه چې ممکن په کابيسا يا کابل کې وي. څرګنده…

Read more »

مخه ويشتل

28 May, 2014
مخه ويشتل

د مخې لوبه اوس هم د يوسفزو پۀ مختلفو علاقو کښې کېږي. خو د بونير، ګدون او زروبۍ (ځروبۍ) خلقو دا لوبه کراچۍ ته هم وړې ده. د ملک نه بهر يعنې دوبۍ کښې دا لوبه ځروبوالو شورو کړې. ” د دغه لوبې د پېل کېدو تاريخ پوره معلوم نۀ دے خو د پښتو وړومبي…

Read more »

خراسان

26 May, 2014
خراسان

خراسان د دوو تورو مرکب دی چې ” خور” د نمر او اسان د ځاې مانا ورکوي. ښايي دا نوم په پارس کې د هغې سيمې لپاره وکارول شو چې د دې په ختيځ يا نمرخاته اړخ ته وه. د پارس سلطنت په درېم ميلادي پېړۍ کې د خپلې خاورې شمال ختيځې برخې د خراسان…

Read more »

ايمل خان مومند

23 May, 2014
ايمل خان مومند

د اوولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د خوشال خان خټک د شعر د لارې مونږ د اېمل خان مومند د نوم نه خبرېږو. تر اوسه د دې اتل نوم په شعر او په سېمينارونو کې يادېږي خو هيچا په اړه يې سمې پلټنې نه دي کړي. د ايمل خان د کلي او کورپه اړه…

Read more »

چېل

20 May, 2014
چېل

د صوابۍ او د اشنغر هغه سيمې چې د اباسين پر غاړه بره غرونو ته وتلي دي، ښځې د کور نه بهر يو لوې چادر به سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي. دا شپږ ميټر پړونې د پومبې (کاټن) د تارنه په کهډۍ اوبدل شوې وي او جولاګان يې جوړوي. د…

Read more »

د ملگرو ملتونو اقتصادي او ټولنېزه شورا

16 May, 2014
د ملگرو ملتونو اقتصادي او ټولنېزه شورا

اقتصادي او ټولنېزه شورا د ملګرو ملتونو دريم او اساسي رکن بلل کيږي چې ټولټال ٥٤ غړي لري. عمومي اسمبلۍ د دريو کلونو لپاره د دغې شورا غړي ټاکي، د هغو غړو چې کاري دوره يې پاى ته رسيدلې وي بيا هم انتخابېدى شي. د ملګروملتونو د منشور له مخې د شورا غړي بايد د…

Read more »

اويستا

12 May, 2014
اويستا

د زردشت دين سپېڅلې صحيفې اويستا نومېږي. د اويستا منونکي په دې باور دي چې دا نړۍ د ” اهورا مزدا” له خوا جوړه شوې وه او په دې کې هيڅ بد، غم، ناروغي، مرګ او افتونه نه وو. شپه هم پکې نه وه او نمر به هر وختې د اسمان په سر ولاړ و.…

Read more »

د شېخ ملي دوتر

8 May, 2014
د شېخ ملي دوتر

په يوسفزو کې چې څوک په يو شي دعوا لري نو وايي، ” دا راته د شيخ ملي دوتر کې پاتې و” دوتر په اصل کې “دفتر” تورې دی چې پخوا د فايل يا د دوسيې لپاره کاريدو. د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د کابل باچا الغ بيګ (د بابرتره) د يوسفزو څلور…

Read more »

د نهو ګومبدو جومات

5 May, 2014
د نهو ګومبدو جومات

د مزار ښار نه ۲۱ کلوميټر لوېديځ کې د بلخ ولسوالۍ کې افغانستان تر ټولو لرغونې جومات “مسجد نو ګومبد” په نهمې ميلادي پېړۍ کې جوړ شو. ځايي خلک ورته د “حاجي پياده” جومات هم وايي. هغه کس چې پلې حج له تللې و، د دې جومات سره څه اړيکې لرلې، څو ډوله داستانونه لري.…

Read more »

په روم کې

3 May, 2014
په روم کې

روم د يو سلطنت نوم و چې اوس د اطاليې ښار او د لوې ميوزيم په شان دی چې د هر يو تمدن او د تهذيب نښې پکې ليدل کېږي. د ۲۰۰۰ م کال په مې کې ما سره د روم لپاره درې ورځې او يوه ” پېلبو” وه. هلته په رسيدو خبر شو چې…

Read more »