Monthly Archives: February 2014

په افغانستان کې د يهودانو اسناد

28 February, 2014
په افغانستان کې د يهودانو اسناد

په عبراني ژبې کې ” جنيزا” هغه ځاې ته وايي چې د گودام په څېر يهودي عبادت خانې شا ته جوړ وي او ټولې زړې صحيفې پکې خوندي کېږي. په يهودي عقيده کې هر هغه کاغذ چې د خداې نوم پرې ليکلې وي، بايد يا په زمکه کې خښ شي او يا خاص ځاې کې…

Read more »

بغچه – د نورجهان سيد ليکنه

26 February, 2014
بغچه –  د نورجهان سيد ليکنه

په ماشوم توب کې به هغه وخت د بخچې ( مونږ يې په خ وايو) خبري زیاتي شوې چې کله به په کلي کې واده وشو. ښځو به ویل چې د پلاني لورته یې شپږ، اته، لس بخچې ورکړې وې. بلي به غږ ورباندي وکړ چې د قران کریم بخچه یې ښه جوړه کړې وه.…

Read more »

طلا تپه

24 February, 2014
طلا تپه

د شبرغان ښار نه که څوک مزار شريف ته په سړک راروان شي نو ۵ کلوميټر شمال ختيځ کې يوه وړه لاره څو غونډيو ته ورغلې ده. لږ مزل نه وروستو ګس لاس ته يوه غونډۍ په سترگو کېږي چې درې ميټره لوړه او سل ميټره پلنه ده. هلته نورې داسې غونډۍ هم شته خو…

Read more »

په ډېلي کې د لوديانو نښې

21 February, 2014
په ډېلي کې د لوديانو نښې

د پېنځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې بهلول لودي د هند واکمن شو خو د ده زيات وخت د نورو سيمو د نيولو او هلته د خلکو په ابادولو تېر شو. د ده زوی نظام خان سکندر لودي د ۱۴۸۹ م نه تر ۱۵۱۷ م پورې د هند واکمن و او د ډېلي نه بهر…

Read more »

مېجر راورټي

19 February, 2014
مېجر راورټي

هغه لومړې اروپايي چې پښتو ژبې د زدکړې نه وروستو د دې ادبيات يې ولوستل او پرې ليکنې وکړې، مېجر( جګړن) راورټي و. د ده پورا نوم هنري جارج او په ۱۸۲۵ م کې د انګلستان د کارنوال په سيمه کې وزيږېدو. د ده مور او پلار د ايرلېنډ اوسېدونکي وو او پلار يې پيټر…

Read more »

تر سلو کالو يواځې

18 February, 2014
تر سلو کالو يواځې

د هسپانوي ژبې نامتو ژورناليسټ او ليکوال جبريل گارسيا مارکې ( ګېبريال ګارسيا مارکي) د ناولونو نه علاوه افسانې او د فلمونو لپاره کيسې هم ليکي. دی د لاطيني امريکا د کولمبيا اوسېدونکی دی او په دې ټوله سيمه کې خلک ورته د مينې نه “ګابو” وايي. ده په ۱۹۸۲ م کې د ادبياتو نوبل…

Read more »

د تيږو دايرې

16 February, 2014
د تيږو دايرې

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع په شمال ختيځ کې د ” کلوله ” په نوم يو وړوکی کلی دی. دا ځاې د اسوټا شريف سره نږدې دی او ځاي خلک ورته اثار قديمه وايي- دلته يو ځاې لوی لوی تيږې د دايرې په شکل کې ولاړ دي. تر ټولو لوړه تيږه درې ميټره ده…

Read more »

د احمد شاه دراني يو فرمان

14 February, 2014
د احمد شاه دراني يو فرمان

دا فرمان يو مهم تاريخي سند دی چې ورباندې د ۱۱۶۹ هجري نېټه ليکلې ده. دا د احمد شاه د واکمنۍ نهم کال و او دی ممکن هغه وخت د هند لوري ته روان و. فرمان په پېښور کې ليکل شوی دی او له هغې راهيسې هم په دې ښار کې وساتل شو. د شلمې…

Read more »

خوست

12 February, 2014
خوست

په افغانستان کې څلور ځايونه د خوست په نوم يادېږي يو خوست د فراه ولايت ۷۰ کلوميټر لوېديځ کې دی. دوېم خوست په غور کې دی. درېم د خوست و فرنگ په نوم ولسوالي د بغلان په ختيځ کې ده چې تر ۱۹۷۰ م د تخار يوه ولسوالي وه او د دې شمال ته د…

Read more »

غان او اوښان

11 February, 2014
غان او اوښان

په ۱۸۶۰ م کې درې افغانان د ۲۴ اوښانو سره د ملبورن په بندر د يوې بېړۍ نه راښکته شول او د پارليمان د ودانۍ د اسونو طوېلې ته يې بوتلل. د اسټرېليا خلکو په ژوند کې چرې اوښ نه و ليدلې او په جوپو کې د دې عجيبه ځناور او د هغو دريو ساتونکو…

Read more »