Monthly Archives: January 2014

د شېر شاه سوري يو ناياب انځور

30 January, 2014
د شېر شاه سوري يو ناياب انځور

د ا انځور ( تصوير) په ۱۷۸۰ م کې چا په لاس جوړ کړې دې چې هغه وخت د هند پر تخت مغل باچا دوېم شاه عالم ناست و. په انځور کې د ښکار يوه منظره جوړه شوې ده. يو باچا په سپين اس سپور په يوې غوندۍ ولاړ دی. د ده سره دوه ملازمان…

Read more »

زردشت څوک و؟

29 January, 2014
زردشت څوک و؟

شا و خوا درې زره کاله کېږي چې د ترکمانستان د ” کره قم” دشتو نه لوې شمېر خلکو د وچکالۍ د لاسه کډه وکړه. کله چې دا کوچېان او ښارېان د اوسني افغانستان په شمال کې شنو غرونو ته ورسيدل نو د زمکو په کرونده اخته خلک يې مجبوره کړل چې دوي ته سر…

Read more »

معياري پښتو- د احمد مجيب بياباني ليکنه

28 January, 2014
معياري پښتو- د احمد مجيب بياباني ليکنه

ژبه په ټوله نړۍ کې خوځنده وده مومي او نوښت او پرمختيا يې هرې ژبې کې روانه ده چې د علومو د نوښت سره د نويو پنځوونو سره نويو ويوونو (الفاظو) ته اړتيا رامنځته کېږي. استاد حبیب الله رفیع دې اړخ ته په يوې لیکنې کې اشاره کړې چې ژبې کې لغات يا ويوونه د…

Read more »

د وردگو يوه بوداي سټوپا

27 January, 2014
د وردگو يوه بوداي سټوپا

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د وردگو د خوات درې ليدو ته ولاړو. يوه دره چې د لارې په منځ کې په يو لوړ ځاې يو وخت د بودا لويه مجسمه جوړه وه اوس د ماتو تيږو او کودړو يوه ډيرۍ ښکاريده. دا ځاې اوس هم ” بت دره” نومېږي. وردگ د افغانستان يواځينۍ…

Read more »

د ملگرو ملتو عمومي ټولنه

26 January, 2014
د ملگرو ملتو عمومي ټولنه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله يا ټولنه د دې سازمان لومړنى او اساسي رکن دى چې د ټولو غړو هېوادونو له استازو نه جوړه ده. په اصل کې عمومي اسامبله د غړو هېوادونو او نورې نړۍ په تړاوو د ازادو بحثونو او د هغوى ستونزو ته د حل لارو چارو پر وړاندې کولو او په…

Read more »

د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

25 January, 2014
د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

په تېرو دېرشو کالو کې د افغانستان نه په سوونو داسې اسناد غلا شوي او نورو ملکونو ته وړل شوي دي چې د دې هېواد تاريخ روښانه کيدېشي. تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد چې باختري ( ارين) گندهاري يا خروشتي او عربي ژبو کې دي، ولوستل شوي دي. اصل اسناد دهوسۍ پر څرمنې…

Read more »

کاليزه – مننه او پوښتنه

23 January, 2014
کاليزه – مننه او پوښتنه

يو کال کېږي چې په دې ورځ مې وېبپاڼه پېل کړه. باور مې و چې په اوس وخت کې خبرونه ډېردي خو معلومات نشته. تر ټولو زياته اړتيا د پښتو ژبې د ژورناليسټانو وه چې په لږ وخت کې د خپلو خپرونو لپاره يې ساده او مستند معلومات پکار و. د پاڼې د پېل سره…

Read more »

د رستم تخت که د بودايانو کعبه

22 January, 2014
د رستم تخت که د بودايانو کعبه

د سمنگان ولايت د ښار نه درې کلوميټر جنوب لوېديځ کې د يوې غوندۍ جوړښت په ټولې نړۍ کې د بوداي سټوپا يوه بې سارې بېلگه ده. د سمنگانو پخوانې نوم ” ورني” يا ” اورني” و چې نامتو يوناني جغرافيه دان بطليموس يې په دوېمې ميلادي پېړۍ کې ذکر وکړو. دا ځاې د خلم…

Read more »

د عربستان لارنس په افغانستان کې

20 January, 2014
د عربستان لارنس په افغانستان کې

د شلمې پېړۍ په سر کې د بريطانيې پوځي اتل لارنس چې ترکان يې د عربانو له خاورې وتلو ته اړکړل، د ورځپاڼو او د فلم جوړونکو د سترگو تور شو. دوي ورته د مينې نه د “عربستان لارنس” وايي. ټامس ايډورډ لارنس په ۱۸۸۸ م کې ويلز کې زيږېدلې او په اکسفورډ پوهنتون کې…

Read more »

د قره قل سيالي

18 January, 2014
د قره قل سيالي

قره په ترکي ژبې کې توررنگ او قل يا کل د اوبو ډنډ ته وايي. د تاجکستان د پامير په غرونو کې د اوبو يو ډنډ او د سنگکيانگ د چيني تاشقرغان نه وړاندې يوجهيل قراقل نومېږي. د ازبکستان د بخارا ولايت يو ښار هم قراقل نومېږي چې ښايي په لومړي ځل يې د پسونو…

Read more »