Monthly Archives: September 2013

نرگسيت څه وي؟

30 September, 2013
نرگسيت څه وي؟

په يوناني داستانونو کې “نرکيسوس يا نارسيسس” يو ښکاري و چې د سيند د يو اسطورې او د اوبو د ښاپېرۍ زوې و. نرکيسوس په ښکلا کې سارې نه لرلو او کومو خلکو چې به ورسره مينه کوله، هغوي به يې له پامه وغورځول. دی د خپل ښايست نه خبر نه و او اخر د…

Read more »

د بيبو مقبره

29 September, 2013
د بيبو مقبره

په پېښور کې د ښاري ژبې يومتل دی ” اوکيړي گل اې، جهيړي بيبو نه کهلې” ( هغه کومه خبره ده چې بيبوپرې نه پوهيږي) دا متل د يو هوښيارې او زيرک ښځې په اړه ويل کيږي چې د هرې ستونزې د حل لپاره خلک ترې مشوره اخلي. د دې متل ” بي بو” خيالي…

Read more »

د بابر باغ

26 September, 2013
د بابر باغ

بابر د گلونو لېواله و او هر بوټي او گل ته په کتلو خوشالېدو، په شين کبل به يبله پښې گرځيدو او د گل يوې يوې پاڼې ته به ځير و. ده وصيت کړې و چې قبر به يې کچه ( خام ) وي او دالان به هم ورباندې نه وي چې باران پرې ورېږي…

Read more »

لويه لوبه څه وه؟

25 September, 2013
لويه لوبه څه وه؟

په نولسمې پيړۍ کی د بريطانيې او د روس سيالي چې سل کاله روانه وه، ” لويه لوبه” نومېږي. . لوبه د “شطرنج” وه او پکی چين او پارس ( ايران) هم ورگډ و. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د…

Read more »

ربيکا – ناول

24 September, 2013
ربيکا – ناول

د انگريزي ژبې نامتو ناول ” ربيکا ” ډيفني ډي موير کښلې دې چې په ۱۹۳۸ م کی چاپ شو. د دې ناول ليکواله ډيفني ډي موير په ۱۹۰۷ م کال د لندن په يوی هنرمندی کورنۍ کی زيږېدلې وه. د يويشتو کالو په عمر کی هغې لنډې کيسي ليکل پيل کړې او لومړی ناول…

Read more »

غرونه او سياست

23 September, 2013
غرونه او سياست

په افغانستان کې د پرنګیانو او د دوي په لاس جوړو شويو ډلو ترمنځ د شريکو ګټو پاليسي کابو دوه پیړئ پخوا د هند په خاوره پیل سوی چې په يوشتمې پېړۍ په سر کې خپل اوج ته ورسېدو. د دی نوی پرنګئ (امریکایی) لوبی د تفصیل لپاره به هغه لوبغالې په نښه کړو چه…

Read more »

زن – زنبيل او زنداور

22 September, 2013
زن – زنبيل او زنداور

د هند او د پارس ترمنځ په تجارتي قافلو کې د ” زون يا زن” زيارت کوونکي هم و. هره قافله چې بست کې به يې پړاو وکړو، د “زنداور” لپاره خلک به ترينه بېل شول. هلته په يوې لوړې غونډۍ د نمر د اسطورې ” زون” لوې عبادت ځاې و. ځينې لرغون پوهان باور…

Read more »

پښتانه يهودان نه دي

21 September, 2013
پښتانه يهودان نه دي

په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې د هند د مغلو يو لودي سردار خان جهان په امر ليکل شوې تاريخ په لومړي ځل د پښتنو د يهودي کيدو خبره واچوله. دا معلومات ورپسې نورو هم کاپي کړل. ورو ورو پخپله پښتنو هم په دې باوروکړو چې دوي د ” بني اسرايل” هغه لسو ورکو قبيلو نه…

Read more »

د شاه شجاع مرگ

18 September, 2013
د شاه شجاع مرگ

ځينې به ووايي چې شاه شجاع د لومړي افغان انگليس جنگ پر وخت په بالا حصار کې ووژل شو او ممکن مړې يې د مېکناټن غوندې په لارو کوڅو کې راښکل شو. د شاه شجاع نوم د ډېرو افغانانو په زړه کې د نفرت او د کرکې احساس راپاره کړي. هغه د انگرېزانو غلام او…

Read more »

د عبد الرحمان او د مجنون کيسه

16 September, 2013
د عبد الرحمان او د مجنون کيسه

د باړې سيند پر غاړه د ” بادر کلي” پروفېسر خواجه سايل يو وړوکې کتابتون لري. په دې کې څو خطي نسخې هم شته چې يوه يې ” تذکرته العاشقين” نومېږي. په دې کې د عبد الرحمان او د مجنون د مينې کيسه ښاغلي سايل د يوې وړې رسالې په بڼه چاپ کړې ده او…

Read more »