Monthly Archives: June 2013

کسه يا د کسې غر

30 June, 2013
کسه يا د کسې غر

دا د هماليه د غرو لړۍ ده چې زياته برخه يې اوس د بلوچستان ايالت په شېراني ولسوالۍ کې ده. کسه غر چې د سېمې اوسېدونکي ورته – د کسې غر- وايې. د دې غره لوړوالی 12500 يادېږي او د زڼغوزي (چلغوزه)، نښتر او پستې ډېر ستر ځنګلونه لري. د ځايي خلکو په وېنا، په…

Read more »

وهابيان څوک دي؟

29 June, 2013
وهابيان څوک دي؟

د سعودي عرب مرکزي برخې او د پلازمېنې رياض نه ۳۰ کلومټرشمال لوېديځ کې يوه سيمه الدرعيته” نومېږي. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اوسني شاهي کورنۍ مشر هم دلته ژوند کوو. د دې په يو وړوکي کلي ” العينيه” کې د يوې مذهبي کورنۍ ماشوم په ۱۷۰۳ م کې وزېږېدو چې محمد ابن عبدالوهاب…

Read more »

دنيا – ناول

28 June, 2013
دنيا – ناول

د دنيا کيسه ډېره لنډه وه. ما غوښتل چې د خپل وړوکي کتابگوټي په يو څو پاڼو کې به يې خلاص کړم. خو کيسه اوږده شوه او څومره چې مې هڅه وکړه چې راټول يې کړم، لا پسې وغځېده. يوې ملگرې ته مې ووېل نو راته يې مشوره راکړه چې څومره يې ليکلې شې ،…

Read more »

يوناني ژبه

26 June, 2013
يوناني ژبه

“اېلې نيکا” د ژبو هغه ټبر دې چې په څو لهجو د جنوبي بلقان او ورسره د نورو ټاپوانو او يونان کې وېل کېده. لکه د پښتو د هرې سيمې خپله لهجه او توري و چې د يو بل نه يې لږ توپير لرلو. يوناني له دې ټبر نه پرمختگ وکړو او د هندي اروپاي…

Read more »

ميرزاکه

25 June, 2013
ميرزاکه

په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يو کلي کې چا د منگي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه د يوې کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خله په خله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه…

Read more »

د پېښور ميوزيم

24 June, 2013
د پېښور ميوزيم

ياد مې نه دي چې زه د څو کالو ووم خو د دې ميوزيم هغه تالار او په دې کې ايښې بوتان راته ډېر لوې ښکارېدل. مونږ ماشومان به پلار سره دې ميوزيم ته ډېر تلو، چې يوه لويه کوټه وه او راته به يې هلته پراته توکو په اړه معلومات راکول. د “گوتم بوت…

Read more »

شکارپور

23 June, 2013
شکارپور

د کندهار د زوړ ښار جنوبي دروازه “ښکاپر دروازه” نوميده چې د وخت په تېرېدو خلکو “ښکاپر بازار” کړو او اوس يې ځينې ” کاپر بازار” بولي. دا د “شکارپور” وران شوې بڼه ده چې اوس د پاکستان د سنده په صوبه کې د يوې ضلع او د ښار نوم دې. د سندهه د دشتو…

Read more »

د رڼا غر

22 June, 2013
د رڼا غر

د ميلادى کال ١٨٤٩ د جون په مياشت کى د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي کلا کې مهاراجه رنجيت سنگه دولس کلن زوې مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاتې و. د…

Read more »

د کاپيسا روانې شگې

19 June, 2013
د کاپيسا روانې شگې

د کابل نه اويا کلوميټرشمال کی د کاپيسا ولايت يو کلې د “ريگ روان” په نوم شهرت لري. په دې کلې کی يوه کيسه مشهوره ده چې امام حنفيه غازي ( د حضرت علي زوې) د اسلام په دښمنانو کې راگير شو خو د تېښتې لاره يې نه موندله نو خداې ته يې دعا وکړه.…

Read more »

په مس اينک کې څه و ؟

18 June, 2013
په مس اينک کې څه و ؟

د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو. خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي…

Read more »