Monthly Archives: May 2013

پارا چنار

31 May, 2013
پارا چنار

د کرمې پلاز مېنه او د پاکستان په قبايلي سيمې کې تر ټولو لوې ښار پارا چنار پکتيا ته نږدې دې. دلته يوه لويه دچنار ونه وه چې ورلاندې ” پارا چمکنو” خپلې جرگې کولې. د دې نه وړاندې دا ځاې ” توتکي” نومېدو او خلک به يې توتکي وال بلل کېده. د افغانستان پخواني…

Read more »

باختري ژبه

30 May, 2013
باختري ژبه

باختري د افغانستان هغه لرغونې ژبه وه چې د لومړي نه تر اوومې ميلادي پېړۍ پورې د رسمي ژبې په توگه کارېده. دا په يوناني ليکدود ليکل کېده نو ځينې ژبپوهان ورته په دې اساس ” يونان باختري ” وايي. خو ددې ژبې الفبا د يوناني نه توپير لري. د دې ژبې د ولوستلو لپاره…

Read more »

د لرگي کشتۍ

29 May, 2013
د لرگي کشتۍ

زمونږ کور يو وخت د سيند پر غاړه و او په تېرو څو کالو کې رانه ليرې شوې دې. زمونږ مشرانو به کشتۍ چلولې او د سوونو کا راهيسی ماڼگو له دی سينده خلک پوری راپوری وړي. ما سبق وېلې دې او د تېر يو کال نه کله يو او کله بل اېن – جې…

Read more »

کندهار ته اورگاډې

28 May, 2013
کندهار ته اورگاډې

په ۱۸۷۸ م کې د بريطانيې او د روس تر منځ په اروپا کې سيالي پاې ته ورسېده. انگرېزانو هغه وخت د هند په بېلا بېلو سيمو کې د اور گاډي پاټلۍ جوړولې او افغانستان ته د روسي سفارت تگ د دوي اندېښنې تازه کړې. دوي په امير شېر علي خان زور راوړو چې د…

Read more »

علي مردان

27 May, 2013
علي مردان

د ۱۷۷۳ م نه تر ۱۷۹۷ م پورې د پېښور والي علي مردان خان و. دده د ژوند په اړه ډېر معلومات نشته خو دې د تېمور شاه د خپلوانو نه او د دراني ټبر يو مخه ور سردار و. په اوولسمې ميلادي پيړۍ کې د پارس د حکومت له خوا د کندهار والي هم…

Read more »

گندمک

26 May, 2013
گندمک

په ۱۸۴۲ م کې د بريطانيې حکومت د خپلې خاورې نه په زرگونو ميله ليرې د يوې سيمې نوم واورېدو چې د دوي د تاريخ يوه نه هېرېدونکې کړۍ شوه. گندمک د انگرېز پوځ د مېړانې يو سنگر گڼل کېږي. د جلال اباد نه ۵۶ کلوميټر د کابل په زړې لارې يو وړوکې کلې گندمک…

Read more »

په کتاب څه کوې؟

25 May, 2013
په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي، ” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟” زړه مې وي چې وې ترټم.…

Read more »

زال او رودابه

24 May, 2013
زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي.…

Read more »

د نای کلا

23 May, 2013
د نای کلا

د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه…

Read more »

زنداني نمبر ۱۵۵۵۷

22 May, 2013
زنداني نمبر ۱۵۵۵۷

د فروري په اتمه ۱۸۷۲ م په هند کې د انگرېزانو تر ټولو ستر استاځې ( وايسراې) لارډ ميو د شپې اته بجې ووژل شو. د ده قاتل يو اپريدې پښتون شېر علي په تورو اوبو کې بندي و. دې وژنې د بريطانيې په استعماري هند کې چار واکي ولړزول. خو دوي تر وروستيو څرگنده…

Read more »