Monthly Archives: January 2013

معلومات

29 January, 2013

دا ويبپاڼه د هغو خلکو لپاره ده چې د خپلې سيمې د ځايونو، خلکو، تيرو پيښو، دود او د اديباتو په اړه چټک معلومات تر لاسه کول غواړي. ددې په هره برخه کې ليکلې متن د څو سرچينو سره پرتله شوې او که څوک د خپلو ليکنو يا څيړنو لپاره ترې گټه اخستل غواړي نو…

Read more »

زما چاپ شوي کتابونه

29 January, 2013
زما چاپ شوي کتابونه

لنډې کيسې-  نيمگړې انځور-  د ډيوې په غيږ کې، ښايست- ناول-   زبيښاک-  دنيا-  څيړنه –  د هندوستان پښتانه-  بهوپال-  مالير کوټله-   بهار-  باره بستي. نثر-  ښکلې کتاب تعليمي-  ژورناليزم نړۍ واله ادبيات-  د نړۍ ولسي کيسې-  د سندباد اوو سفرونه ( د ماشومانو لپاره)  وروستې ناول سواستو

Read more »

گندهارا

29 January, 2013

د اباسين نه ترخيبراو باجوړدغرونوتر منځ سيمه چې په نقشه کې ۱۰۰کلوميټرلويديځ، ختيځ او ۷۰ کلوميټر شمال جنوب کې لکه د يو مثلث ښکاري، لرغونې گندهارا وه.

Read more »

كابل بالاحصار

29 January, 2013
كابل بالاحصار

د کابل ښارجنوبي برخې په څنډو هغه غونډۍ چې د بالا حصار په نوم ياديږي د لرغونې زمانې راهيسې د څاراودفاع لپاره کاريدلې ده.

Read more »

په پيښور کې د سيټهيانو کورونه

29 January, 2013
په پيښور کې د سيټهيانو کورونه

د ۱۹۶۴ د ژمي يوه باراني ورځ وه او دپيښور د زاړه ښار په منځ کی جوړ زمونږ د ښوونځي ډيرې جينکۍ نه وې راغلې. په داسی ورځ د تفريح پر وخت به کله کله د نزدې اوسيدونکو جينکو خپلې ملگری له ځانه سره کورونو ته بوتلې. زمونږ ه يو ملگرې د سيټيانو د کورنۍ…

Read more »

ريښتيا وېنا

28 January, 2013

يوه باچا د شپې خوب وليدو چې ټول غاښونه يې غورځيدلي دي. سهار يې نجومي راوبللو او خوب يې ورته بيان کړو. نجومي ورته وويېل   ” د باچا سلامت ټول خپلوان به دده په ژوند کې مري” باچا په قهر شو او د نجومي د وژلو امر يې وکړو. بيا يې بل نجومي راوبللو او…

Read more »

کچکول

28 January, 2013

کچکول يا کشکول توری په پښتو کی اوس د خيرات غوښتنې او په منفي مانا کاريږي. يو څوک چې له نورو تل د پيسو مرسته غواړي په اړه يې واي چې کشکول يې خلکو ته نيولي وي.

Read more »

اوراورکي

28 January, 2013
اوراورکي

د برساتونو د ماښام په خړه کې، د رڼا يو پړک به وشو او ما به ورته منډه کړه. به هوا کې مې لاسونه غورځول چې هغه رڼا ونيسم، خو هلته به هيڅ هم نه وو. ماشومانو به شور جوړ کړو چې هله اورکې، چا به ويل کيرړۍ ده. ما به تر ماسخوتن د اورکي…

Read more »