سفر نامې

د مجسمو جامې

6 October, 2016
د مجسمو جامې

د ۱۹۹۲ م اوړې په وتلو و چې د کار لپاره ناروې ته ورواستول شوم. د زمکې په کره شمالي څنډو پروت د ۴ ميلينو خلکو دغه ملک ټول شين دی. دلته په اوړي کې شپه نه وي او ژمي کې ورځ. ترټولو لويه خبره دا ده چې جنګ پکې نه دی شوې. نه ورباندې…

Read more »

پوړۍ

12 December, 2015
پوړۍ

په ځان مې باور نه کېږي او اوس هم سوچ کوم چې څنګه په دې عمر کې په غر وختلم. د صوابۍ د راني ګټ په اړه مې ډېر څه اوريدلي وو خو په هغه ګرمه ورځ د صوابۍ نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې نوګرام کلي ته ورسېدو. د لارې په سر يو کټ…

Read more »

د ټيکسلا چور

8 September, 2015
د ټيکسلا چور

د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د…

Read more »

د بزکشۍ اسونه

20 July, 2015
د بزکشۍ اسونه

د ۲۰۰۵ م په سپرلې کې د بي بي سي له خوا په شبرغان ولايت کې د ژورناليزم يو کورس لپاره ايسار وو. زمونږ کوربه راته بلنه راکړه چې د بزکشۍ اسونه وګورو. د شبرغان په شمال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۲۵ کلوميټرليرې وه. په يو جيپ کې د شنو ميدانونو نه تېر او…

Read more »

البترا او اس

2 May, 2015
البترا او اس

د کال ۱۹۹۳ م د اوړي په وتلو مونږ د عمان لرغونې ښار “البترا” (پېټرا) ليدلو ته لاړو. دا ښار دوه سوه کیلومېتر د يوې دشتې نه وراخوا اوس د سېل ځای دی. يوه دره د موسا پېغمبر د تيرېدو روايت لري. خپل منزل ته ورسيدو نو د کنډوالو لاره په يوې تختې په نښه…

Read more »

نيمګړی مضمون

23 March, 2015
نيمګړی مضمون

په مارچ ۲۰۱۳ م کې د لاهور د سفر پر وخت د اکبر باچا شاهي کلا لېدو ته ورغلم. دا ځای ما پخوا هم څو وارې ليدلی و او د مغلو مانۍ، تالابونه، شيش محل، رنګ محل او داسې د نورو ودانيو سيل مې کړی و. د ضياالحق په دوره کې دا کلا بدنامه شوه…

Read more »

بېجنگ

18 February, 2015
بېجنگ

ټوله شپه د سفر نه وروسته سهار بېجنگ ته ورسېدو او مازديګر د سيلانيانو د يوې ډلې سره د تينانمېن مېدان ته ورغلو. د نومبرهوا دومره سړه وه چې په دوو جمپرونو او د څرمنې په جېکټ کې هم رېږديدم. د چين د انقلاب هغه لوی ميدان د پخواني شاهي ښار مخې ته جوړ دی…

Read more »

په ټيونس کې

28 October, 2014
په ټيونس کې

د شمالي افريقې دا ملک د فرانسې مستمره پاتې شوی ده او د دې خاورې اصل اوسيدونکي بربر قبايل دي چې په اروپاي ژبو کې ترې د ” باربېريان” ياني وحشي تورې جوړ شو. ټيونس په بربري ژبې کې د غځيدو يا د کېږدۍ د ودرولو مانا ورکوي. بربر قبايل لکه د کوچيانو اوسيدل او…

Read more »

د کندوز کوچيان

20 August, 2014
د کندوز کوچيان

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د کندوز مرکز امام صېب زيارت له ورغلم چې د ځاي خلکو په عقيده د امام حسېن سر پکې خښ دی. د بېرته تلو پر وخت موټر چلوونکي د دشت اودان (ابدان) د لارې بوتلو. مونږ د شنو پټيو او د وړو کليو په سېل څو شنو غرونو ته…

Read more »

په روم کې

3 May, 2014
په روم کې

روم د يو سلطنت نوم و چې اوس د اطاليې ښار او د لوې ميوزيم په شان دی چې د هر يو تمدن او د تهذيب نښې پکې ليدل کېږي. د ۲۰۰۰ م کال په مې کې ما سره د روم لپاره درې ورځې او يوه ” پېلبو” وه. هلته په رسيدو خبر شو چې…

Read more »