ژورناليزم

ویکی پیډیا او ناسم معلومات

1 July, 2017
ویکی پیډیا او ناسم معلومات

په تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې…

Read more »

مصنوعي خبرونه

18 April, 2017
مصنوعي خبرونه

یوې ملګرې راته په فون کې ټیکسټ را ولېږلو، ” څو ورځې د مخه په عراق کې د کنستون په وخت د نمرود او د ده د میرمنې مړی رابرسېره شول. په مړو ۳۵ میلینو ډالرو ګاڼې پرتې وې. د عبرت نښه.” د خبر سره عکس هم و. ما ورته ولیکل چې دا مصنوعي خبر…

Read more »

کډوال او مهاجر

9 December, 2016
کډوال او مهاجر

د يويشتمې پېړۍ د پېل جنګونو ۱۵ ميلينه خلک بې کوره کړل او اوس په نړۍ کې ۷۵ ميلينو نه ذیات وګړي پخپل اباي ټاټوبي کی ژوند نه کوي. د دې کډوالو۸۰ في صده غريبو ملکونو کی اوسېږي. د يوژورناليسټ لپاره مهمه ده چې پناه غوښتونکو، کډوالو او معاشي کډووالو کې فرق وکړي. پناه غوښتونکي…

Read more »

فاطمه سلطانه

25 September, 2016
فاطمه سلطانه

په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د…

Read more »

بدليدونکې پښتو

20 July, 2016
بدليدونکې پښتو

د شلمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې له پيښور او کوټې خپريدونکې پاڼې چې خلکو په بيه اخيستې، د اردو او انګريزي ورځپاڼو په څيربازار نه لرلو خو محدود لوستونکي يې وو. هغه وخت ډېر پښتانه د افغاني پښتو سره اشنا شول اوافغان کډوالو پېښورۍ او د اشنغر پښتو واوريده. د لر او بر ليکوالانو…

Read more »

د حرکاتو ژبه

27 April, 2016
د حرکاتو ژبه

يو مشر ژورناليسټ راته کيسه کوله چې د پاکستان صدر ضياءالحق چې به کله د خبرو په وخت پخپلې ګوتې پوزه وګروله نو مونږ به پوه شو چې هغه دروغ وایي. تاسو يو چا سره خبرې کوئ، نو د هغه د مخ تاثر يا لاسونو ته مو پام وي؟ دا چې يو کس ورته ريښتيا…

Read more »

بقلم خود

8 March, 2016
بقلم خود

په فيسبوک مې د تاند يوه تبصره وليده چې راته حيرانوونکې وه. د تېرو دريو کالو نه زياته موده کېږي چې پخپلې ويبپاڼې ليکنې خپروم. يوه برخه د “همکارانو ونډه ” ده چې پکې د هغوی نوم او تصوير سره يې ليکنې ځای شوي وي. زما د هرې څېړنې د سرچينو نومونه د مضمون په…

Read more »

جنګ او شميرې

29 January, 2016
جنګ او شميرې

د ۲۰۱۴ م جولاۍ په مياشت کې په غزې د اسرايلو حملې ټوله نړۍ هېښه کړه. ځکه د ښځو او ماشومانو د مړينې او د ټپي کېدو کچه پکې ډېره وه. د هغه وخت د ورځې په خبرونو کې به پېل د مړو او ژوبلو د شمېرې نه کېده چې خلک يې لا انديښمن کړل.…

Read more »

لايک

16 July, 2015
لايک

په فيسبوک کې مې ځان څه داخل کړو چې ځان ته مې غم واخيستو. د نومونو يوه لړۍ وه چې پکې “زما ملګری شه يا زه دې ملګری يم” ليکلي وو. تر څو مې ځان پوهيولو، د لايک (خوښي) شمېره سلو ته ورسېده. د خپلې ويبپاڼې د هر مضمون شريکولو سره ناڅاپه لکه د پېريانو…

Read more »

تاريخي افسانه

10 May, 2015
تاريخي افسانه

د اسکندر مقدوني او د روښانې واده، داستان دی که تاريخ؟ د شاهنامې ضحاک باچا د غور سلطان و او که يوه افسانوي کرېکټر؟ د ميوند د ملالې کيسه تاريخ دی که افسانه؟ ځينې خلک باور لري چې دا ټول تاريخ دی. خو تاريخ په حقايقو ولاړ وي او شواهد غواړي. کله چې مونږ په…

Read more »